ولسمشر غني وایي د سولې بې تدبیره هوکړه نه یوازې دا چې دلته ثبات نه شي راوستلی بلکې د یوې بلې جګړې او ماتې سبب کېدلی شي. نوموړي نن د ملي شورا د درېیم تقنني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله یې یوازې هیله نه بلکې هدف دی او ددې مهم هدف لپاره افغان حکومت خپل پلان لري. دده په وینا افغانستان ته د پردیو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځي بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځي. نوموړي همدا راز پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصي غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او ددوی خبرې دې واوري.
ولسمشر همدا راز وویل چې د ولس د شل کلن زیار او همدا راز ددوی په زیارونو د رامنځ ته شوو شل کلونو ارزښتونو د ساتنې مسوول دی او یوازې له قانوني لارو به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي. دده په خبره د اساسي قانون پر بنسټ افغانستان یو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رایه انتخاب شوی دی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږي.
ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې د ګاونډیو په تېره د پاکستان په اړه خبرې وکړې او پر دغه هېواد يې غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست پرېږدي او د افغانستان خپلواکۍ او اوسني مهم ځای ځایګي ته درناوی وکړي. دده په خبره که پاکستان له افغانستان سره رښتینی وي، نو په سیمه کې به ستر اقتصادي او سوداګریز بدلونونه رامنځ ته شي او د سیمې هېوادونه به له پرمختګ او ثبات برخمن شي.
































