د فارن پالیسي په نامه یوې امریکایي خپرونې د افغان سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه لیکنه خپره کړې ده. په لیکنه کې افغان لوریو ته د زلمي خلیلزاد وروستي وړاندیز ته په اشارې ویل شوي چې بایډن نه غواړي افغانستان مات شي. د خپرونې په باور بایډن په ډېرې هوښیارۍ د خپلو سرتېرو ستنولو لپاره کار روان کړی دی او د نوموړي پلان دا دی چې هم خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي او هم ګډوډۍ تر شا پرې نه ږدي. لیکنه کې وړاندې راغلي، سره له دې چې ټرمپ هڅه وکړه چې بایډن په بهرنیو سیاستونو ځانګړې توګه د افغانستان په مسئله کې له ستونزو سره مخ کړي خو د خپرونې په باور داسې ښکاري چې بایډن په بریالیتوب له ستونزو څخه د وتلو په حال کې دی.
































