قطر په مسکو کې د بینالافغاني خبرو د راروانې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دوحه کې له خپل روسي او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د قطر او روسیې ترمنځ منظم تماسونه او همغږي شته. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې نورو غونډو ته په دوحه کې د سولې له پیل شوي بهیر سره د سیالۍ په سترګه نه ګوري. ال ثاني وویل چې برعکس دا ډول غونډې د قطر د خبرو پر بنسټ د سولې پروسه لا پیاوړې کوي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د دوحې او مسکو اړیکې، د سیمې د ټولو مسایلو په برخه کې پر اعتماد او شفافیت ولاړې دي.












