د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې هدفي وژنې په سختو ټکو غندلې او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، مطبوعاتي کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کیږي. د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني ښودلې، د سملاسي بندولو او محکمې ته د عاملانو د کشولو غوښتنه یې کړې ده. خو په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي. د امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې د ولسي خلکو مصونیت هم په کې شامل دی. اعلامیه وايي د ولسي خلکو قصدي وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي. دوی همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د همه شمول او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.
































