افغان حکومت د سولې په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې د خپلو استازو د ګډون خبره کړې ده. په نږدې راتلونکي کې به په مسکو او استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډې جوړې شي چې طالبان او افغان حکومت هم باید ګډون پکې وکړي.
طالبانو وار د مخه په دغو غونډو کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی، خو افغان حکومت وایي چې دوی پر دې بوخت دي چې په کومه کچه پلاوی دغه غونډو ته ولېږي. بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه مهمه ده او باید رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي.
وروسته له هغې چې د دوحې د سولې بهیر په ټپه ودرېد، امریکا دا پرېکړه وکړه چې له نوو لارو د افغانستان د سولې بهیر چټک کړي. په همدې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل، دوحې او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او تر څنګ یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته یو لیک واستاوه. د امریکا په نوو اقداماتو کې د سولې یوه نوې طرحه شامله ده چې افغان حکومت یې په اړه د نظر اختلاف لري. ولسمشر غني وار د مخه دغه طرحه یوازې پر کاغذ لیکل شوي خیالات بللي، خو د ملي مصالحې عالي شورا بیا وایي چې دا طرحه د بحث وړ ده او افغان سیاسیون باید ورباندې خبرې وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په دې منځ کې ویلي، چې افغان سولې ته ښه فرصت رامنځ ته شوی دی. د ده په خبره، د امریکا نوې طرحه په افغانستان کې د قانون اصلاح، سولې او ثبات ته زمینه برابروي. پخواني ولسمشر حامد کرزي دا هم ویلي چې د سولې نوې طرحه په افغانستان کې د دایمي ثبات زمینه برابروي او باید دا فرصت ضایع نه کړل شي. نوموړي له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي: «د امریکا دا طرحه له جګړې ستړی ولس د ټاکنو په لور بیايي، د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کوي، اساسي قانون کې سمون ته لار برابروي او د لنډمهالې ادارې وړاندیز کوي».
حامد کرزی لومړنی مخور افغان سیاستوال دی، چې د دې هوکړې ملاتړ یې کړی او په اړه یې خپل دريځ روښانه کړی دی. بلخوا بیا افغان حکومت په دې لټه کې دی، چې په دې اړه له افغان سیاسیونو سره خبرې وکړي او خپل دريځ پیاوړی کړي. ولسمشر تېره اونۍ د سیاسي ګوندونو استازي رابللي وو او له دوی سره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لیک، د سولې نوې طرحې او د سولې په اړه د جوړېدونکو کنفرانسونو پر سر خبرې کړې وې. ارګ دا هم ویلي وو، چې دغه ډول غونډې به ادامه پیدا کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار بیا تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې د مسکو او استانبول په غونډو کې د ګډون خبره کړې ده. حمدالله محب تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د سولې په اړه د نړیوالو او سیمهییزو هېوادونو هڅو ته په درنه سترګه ګوري او تمه لري چې افغانستان ته دایمي ثبات له دې لارې راوستل شي. حمدالله محب دغه راز د استانبول او مسکو د راتلونکو غونډو په اړه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي مصالحې عالي شورا اوس پر دې کار کوي، چې په دغو غونډو کې د ګډون لپاره په کومه کچه پلاوي د ګډون لپاره واستوي. د ده په خبره: «موږ د ترکیې او مسکو په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا په دې تړاو کار کوي چې معلومه کړي په کومه کچه د نورو هېوادونو او طالبانو چارواکي په دغو غونډو کې برخه اخلي او د هغې په اساس بیا وروسته موږ خپل هیئت ټاکو».
ټاکل شوې چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي او تر هغې وروسته به په استانبول کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کنفرانس جوړېږي. افغانان او نړیوال تمه لري، چې دغه ډول کنفرانسونه وکړی شي په افغانستان کې د کلونو اوږده جګړه پای ته ورسوي او د دایمي ثبات سبب شي.
































