د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي. اعلامیه کاږي چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ژر تر ژره یې د جګړو پر کمېدو ټينګار کړی دی. دوی همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ هم بحثونه کړي دي.
































