د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل په خپله تازه مرکه کې ویلي افغان پوځ به د تېر په څېر بیا ځلې مات نه شي ځکه نړیواله ټولنه یې ملاتړ ته ژمنه ده او افغان حکومت یې د ساتنې او پیاوړي کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري. دده په خبره افغان سرتېرو په وروستیو څو کلونو کې چې ۹۷ سلنه عملیات پخپله ترسره کوي، مهمې تجربې ترلاسه کړې او پیاوړي دي. نوموړي دغه راز ویلي چې لا هم په افغانستان کې د القاعده په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې موجودې دي چې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي نو نړیواله ټولنه اړ ده چې له افغان ځواکونو سره د سیمې د امنیت لپاره مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
































