د ټولګټو وزارت ویاند خالد امید سپوږمۍ راډیو ته وویل چې په جنوبي او شمالي سالنګ کې له تېرې ورځې راهیسې د واورې سخت ورښت پيل شوی دی چې له امله یې لاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. دده په وینا دمګړی د سالنګونو پر لویه لار د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه پر کار بوخت دي او هڅه کوي د نن ورځې په اوږدو کې دغه لار د تګ راتګ پر مخ پرانیزي. سالنګ د افغانستان له مهمو مواصلاتي لارو ده چې د هېواد ګڼ شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي. دغه لاره هر کال د ژمي په موسم کې د سختو ورښتونو له امله وخت ناوخت د ترافیکو پر مخ تړل کېږي چې خلکو ته د ستونزو د جوړېدو سبب ګرځي.
































