سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

شیموس هېنې

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2021
in څېرې
0
شیموس هېنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

شیموس هېنې د شلمې پېړۍ له پیاوړو او ویاړلو شاعرانو ګڼل کېږي. نوموړي د خپلو ادبي فعالیتونو په لړ کې په ۱۹۹۵ کال کې د نوبل جایزه وګټله. د نوبل بنسټ نوموړی د ادبیاتو په برخه کې یوه ځلانده څېره وبلله او هغه ته یې د نوبل جایزې ورکړه په شاندارو مراسمو ونمانځله.

شیموس هېنې د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۳مه د ایرلنډ د شمالي- غربي سیمې په بلفاست ښار کې زیږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په بزګرۍ بوخته وه، ګڼه کورنۍ ګڼل کېده، د کورنۍ غړي ډېر وو او دی له اوږدو کلونو وروسته په دې کورنۍ کې لومړنی زیږېدلی ماشوم و. دی لا زلمکی  و چې د پلار له نعمت بې برخې شو. تر ده مشر ورور یې هم په همدې کلونو کې ومړ. دې دواړو پېښو یې پر ژوند او ذهن خورا بد اغېز وکړ او د عمر تر پایه يې دا اغېز پر ذهن او فکر پاتې و. نوموړی د زده کړو پر مهال لایق او زیارکښ شاګرد و. پوهنتون ته بریالی شو. د بلفاست له کوینز پوهنتون فارغ شو او د انګلیسي ژبې په برخه کې یې د ممتاز محصل په توګه د لیسانس سند واخیست. دا چې هغه تکړه زده کوونکی و، نو په همدې پوهنتون کې بېرته د انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه وګومارل شو. باور دا دی چې هغه په دې موده کې د ځوانو لیکوالانو د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې وکړې او د ځوانو ایرلنډي لیکوالانو روزنې او پالنې ته یې ادامه ورکړه. نوموړي یوازې تدریس نه کاوه، بلکې د تدریس تر څنګ یې لیکنې هم کولې، د ادبیاتو اړوند یې مهمې مقالې خپرولې او تر دې چې په ۱۹۶۳ کال کې یې د فلیپ هابز باوم ډلې پام ځان ته را واړاوه. دا د هغو لیکوالانو ډله وه، چې د نوښت ملاتړي وو، لیکوالانو ته یې د پرمختګ زمینې برابرولې او د دوی په وده کې یې هڅې کولې. په دې ډله کې ځوان شاعران او لیکوالان راټول شوي وو. دې بنسټ د هېنې اړیکې له ډېرو لیکوالانو او ادبي بنسټونو سره پراخې کړې.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

هېنې په ۱۹۶۵کال کې له ماري دیولین سره واده وکړ. دیولین پخپله یوه پیاوړې لیکواله وه. دیولین هم مهمې لیکنې او څېړنې کولې. هغه تر ډېره د ادبیاتو په برخه کې لیکنې کولې، په ۱۹۹۴ کال کې یې د ایرلنډ د پخوانیو اسطورو او کیسو یوه ټولګه چاپ کړه، چې خورا مشهوره شوه. هېنې بیا په خپلو فعالیتونو لګیا و تر دې چې په ۱۹۶۶ کال کې د مډرنو انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه په کویین پوهنتون کې وګومارل شو. په همدې کال یې لومړنی اولاد مېشل نړۍ ته راغی او یو کال وروسته د دویم زوی پلار شو.

هغه یوازې د ایرلنډ په پوهنتونونو کې نه؛ بلکې د نړۍ په نورو پوهنتونونو کې هم د تدریس دنده لرله. هغه له ۱۹۷۰ کال تر ۱۹۸۴ کال پورې د کالیفرنیا په برکلي پوهنتون کې د استاد دنده لرله او تر څنګ یې په کویین پوهنتون کې هم په تدریس او تحصیلي چارو کې برخه اخیسته. هغه د فرهنګ په برخه کې لسګونه مقالې خپرې کړې. په دې موده کې یې پراخې څېړنې وکړې او مقالې یې لیکلې. د ده مهمه ځانګړنه دا ده چې یوازې په شعر او تدریس اکتفا نه کوي؛ بلکې تر څنګ یې څېړنې هم کوي او مقالې هم خپروي. دی مخ پر بریا و، تر دې چې په ۱۹۸۱ کال کې په ایرلنډ کې د پنځو مهمو څېرو په کتار کې راغی. په همدې کال کې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې چې د نړۍ په کچه مشهور او د لومړۍ درجې پوهنتون دی، د تدریس مسوولیت ورسپارل کېږي. تر څنګ یې یوه افتخاري دوکتورا د فوردهام او بله افتخاري دوکتورا له کویین پوهنتون تر لاسه کړه. له دې وروسته له ۱۹۸۹کال تر ۱۹۹۴ کال پورې د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون ته ځي او د پنځو کلونو لپاره دلته هم د انګلیسي ادبیاتو د استاد دنده تر سره کوي.

د دغه ایرلنډي لیکوال یوه مهمه ځانګړنه دا ګڼل کېږي چې پخوانیو اسطورو او افسانو ته یې ډېره پاملرنه کړې ده. نوموړي هڅه کړې چې په خپلو پنځونو کې پخوانۍ اسطورې معاصرې یا مډرنې نړۍ ته راکاږي او په خپلو اثارو کې یې نوی روح ور پو کړي. بله ځانګړنه یې دا ده چې انګلیسي ژبې ته یې خورا پاملرنه کړې ده. هغه په انګلیسي مطالعه کړې ده او په انګلیسي ژبه پنځونې لري. نوموړي معاصره او پخوانۍ نړۍ سره وصل کړې دي او ډېری نقادان په دې باور دي چې هېنې د پسټ مډرنېزم غوره استازی دی. اثار یې واضح دي، پېچلتیا نه لري او معمولاً طبیعي منظرکشۍ لري. دی د روح او انساني مانا د کشف په لټه کې دی. هغه د طبعیت د لوړو ژورو او ښو او بدو په اړه دومره په زړه پورې لیکنې کولې، چې د عارفانو تر څنګ د کلیسا لارویان هم هغه د غوره الهامي اثارو په توګه لولي.

هېنې پیاوړی لیکوال و، خو تر څنګ یې د خپلو خلکو درد هم لیدلو او د هغې د کمولو لپاره یې هڅه کوله. سره له دې چې نړۍ ته یې لیکوالي کوله؛ خو کله ناکله یې د ایرلنډ د خلکو لپاره هم لیکل کړي دي. هغه په ټوله کې د دې ملاتړی و، چې ایرلنډ د انګلیسانو له نفوذه خلاص هېواد وي او وګړي یې وکړی شي خپله ازادي ولري. له همدې امله یې د ځینو هغو ایرلنډیانو له کړنو ملاتړ کاوه چې دوی له انګریزي تسلط د خلاصون لپاره د تاوتریخوالي او زوریاتي لار غوره کوله. هېنې به ویل، د برېټانیا د سیاستونو مخالف دی، خو انګلیسي ژبې او ادبیاتو ته په درنه سترګه ګوري. ده به له همدې امله په خپلو پنځونو کې د انګلیس پر نفوذ نیوکې کولې، لفظي بریدونه یې پرې کول. ده په داسې وخت کې چې پوره درې لسیزې په ایرلنډ کې ناارامي او تاوتریخوالی و، په ښه توګه د خپل هېواد د فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې لپاره کار وکړ.

د هېنې د شاعرۍ او لیکوالۍ یوه بله مهمه ځانګړنه بې پایه مینه او د مینې د ښکلو معقولو کارونه ده. دا هغه کار دی چې هېنې هېڅ وخت نه دی هېر کړی. نوموړي د شمالي ایرلنډ د جګړې پر مهال په رسا ژبه لیکوالانو ته وویل، مه وېرېږئ، باید په پوره جرئت خپل قلم د سولې لپاره وکاروئ او وېره مو ختمه کړئ. هغه په همدې موده کې په ځلونو د ایرلنډ له سیاستوالو او جګړه کوونکو وغوښتل چې خپل ټوپک پر ځمکه کېږدي او د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړی د سولې، مینې او ارامه ژوند ملاتړی و؛ خو تر څنګ یې د خپلو خلکو او هېواد د فرهنګ ساتل هم له سوله ییزو لارو مهم ګڼل.

یو وخت فیبر انډ فيبر مشهورو انتشاراتو د هېنې د پنځوس کلن ادبي فعالیت ټولې پنځونې چاپ کړې. دغو انتشاراتو په خپله اعلامیه کې وویل، چې نوموړی د فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې له اغېزناکو شخصیتونو او څېرو دی. دی د هغو ګوتې په شمار شاعرانو له ډلې دی، چې ناقدانو یې د شعرونو او پنځونو یوازې ستاینه کړې ده. همدا راز شمېرې او معلومات ښيي چې د هغه شعرونه په اوسنۍ دوره کې په انګلیسي ژبه کې تر بل هر شاعر ډېر لوستل شوي دي. د نوموړي شعرونه چې په ایرلنډ او نوره نړۍ کې مشهور دي او لوستونکي لري، د ډېرو جایزو ګټونکي شوي دي. په اروپا کې ډېرو ادبي انجمنونو د نوموړي د شعرونو ستاینه کړې او جایزې یې ورکړې دي. هېنې یو وخت په خپله یوه وینا کې وویل، له شعر لیکلو خوند اخلي. دی وایي، له شعر لیکلو باید نور کسان هم خوند واخلي، د هغه په خبره، لکه خپل لاسونه همداسې تصور وکړئ او په خپل تصور کې دومره پیاوړي شئ چې ان په نیمه شپه کې لمر پر خپله سینه وګورئ.

دغه نوموتی ایرلنډي شاعر د یوه اثر له چاپېدو وروسته مشهور شو. ده چې کله په ۱۹۶۰ کال کې د «د یوه طبعیت پال مړینه» په نوم کتاب چاپ کړ، نو ورسره جوخت دی هم مشهور شو. د ادبي نقادانو او ادبي برخې د فعالینو پام يې ځان ته راواړاوه. همدې کتاب هېنې ته ډېرې جایزې وګټلې. نورې ټولګې یې: د روح درجه، برخه او دایره او نور هغه شعرونه او ټولګې دي چې هېنې چاپ کړې او مشهورې شوې دي.

د هېنې په ژوند کې مهم کال ۱۹۹۵ و. په همدې کال هېنې د نوبل جایزه ګټي. د نوبل کمېټې وویل چې د هېنې په شاعرۍ کې ډېر مهم موارد دي چې د بشري فرهنګ لپاره زیاتونه بلل کېږي. په پنځونو کې یې ژوره ښکلا، اسطوروي برخې، لوړول، بیا ځلې روایت، د تېر ژوند معجزه ډوله انځور او نورې ښکلاوې هغه څه دي چې د هېنې شاعرۍ او پنځونو ته یې ځانګړنه ورکړې ده. یو کال وروسته تر دې چې د نوبل جایزه یې وګټله، نو د ایرلنډ د سلطني اکاډمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. هېنې چې د نوبل جایزه وګټله، ایرلنډ ټایمز نشریې یې په اړه ولیکل: د کیسې او بیوګرافۍ په برخه کې که کتابونه ډېر پلورل کېږي، نو دومره غیر عادي خبره نه ده، خو که د شاعرۍ په برخه کې د یو چا کتابونه په زرګونه نسخې پلورل کېږي، نو دا په دې مانا ده چې شعر یې خورا پیاوړی دی او هغه کسان یې سخت تر اغېز لاندې دي چې موږ یې په غلطه عام وګړي بولو. له دې سره دا حقیقت باید هېر نه کړو، چې د هغه د شعرونو محبوبیت یې په خپل کمال کې نغښتی دی. هغه په ډېرو خلاصو سترګو، بهر نړۍ او طبعیت ته کتلي او په وړو دایرو کې یې اصلاً ځان محاصره کړی نه دی.

د نوبل تر ګټلو وروسته یې هم مهمې لاسته راوړنې لرلې. په ۲۰۰۲ کال کې پنسلوانیا افتخاري دوکتورا ورکړه، په ۲۰۰۳ کال کې  هودیس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه او په همدې کال د ایرلنډ د کویین بلفاست پوهنتون د هغه د فعالیتونو او ادبي لاسته راوړنو په ویاړ د شیموس هېنې په نامه د شعر او ادبیاتو یو مرکز جوړ کړ. هېنې ډېرې جایزې ګټلې دي، په ۲۰۰۶ کال کې یې یوه اثر د ټي ایس ایلیټ جایزه هم وګټله. د زرین تاج، قلم، ای ام فورستر جایزې یې هم ګټلې دي. دغه پیاوړي شاعر په ۷۱ کلنۍ کې د «انساني سلسلې» په نوم یوه بله ټولګه هم چاپ کړه چې د شعرونو دې ټولګې یې د فوروارډ معتبره جایزه وګټله. نوموړي په ټوله کې انساني ژوند، د میندو او پلرونو تېر او راتلونکې او د ماشومانو، مېرمنو او خاوندانو پر ژوند او راتلونکې خبرې کړې دي.

شیموس هېنې تر خپل مرګ وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې خپلې ټولې لیکنې چې په خپل لاس یې لیکلې وې، د ایرلنډ ملي کتابتون ته ډالۍ کړې. نوموړي د دې لیکنو د تحویل کولو پر مهال د ټوکې په انداز وویل، ایله په ایله چې په کور کې یې پنځوس کلنه ګډوډي پای ته ورسېده. ده زیاته کړه، د دې اثارو په تحویل هېڅ د پښېمانۍ احساس نه کوي، بلکې د غرور او تحسین احساس کوي. ده وویل، دا چې د سترو لیکوالانو د اثارو تر څنګ یې اثار اېښودل کېږي، ده ته ستر ویاړ دی. په پای کې د نړۍ دغه مشهور او پیاوړی لیکوال تر کلونو هڅو او ادبي پنځونو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د اګست په دېرشمه په دوبلین کې ومړ.

 

Previous Post

مسکو او ترکیه؛ د سولې فرصتونه چې باید ضایع نه شي

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران دې له کوم قید او ځنډ پرته د څېړنو اجازه ورکړي

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران دې له کوم قید او ځنډ پرته د څېړنو اجازه ورکړي

جون 20, 2020
د غوري سمنټو فابریکې د تولید کچه لوړه شوې ده

د غوري سمنټو فابریکې د تولید کچه لوړه شوې ده

دسمبر 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved