د راپورونو له مخې پېښ نن سهار هغه مهال شوې ده چې یو شمېر استادان د پوهنتون له موټر په استفادې د خپلې دندې پر لور روان وو. ځایي سرچینې وايي چې دغه استادانو د بغلان پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې تدریس کاوه او ویل کېږي چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. تر اوسه په دقیقه توګه د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي شریک شوي. دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم توند غبرګونونه پارولي دي او کاروونکو د پوهنتون پر استادانو برید ستر جنایت بللی دی. تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.
































