د امریکا استخباراتي ادارې وایي په تېرو ټاکنو کې د ایران او روسیې د حکومتونو په رسمي لارښوونه تبلیغات او سایبري بریدونه شوي دي. د امریکا استخباراتي او قضايي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دوی داسې اسناد او شواهد پیدا کړي چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه يي په لارښوونه او امر په امریکا کې د ټاکنو پر مهال د انټرنیټي بریدونو له لارې نفاق او ناندریو ته لمن وهل شوې او د ټرمپ پر ضد انټرنیټي کمپاینونه شوي دي. امریکا همدا راز وایي چې روسي بریدګرو بیا د پوتین په لارښوونه د ټرمپ په پلویتوب کمپاینونه او سایبري بریدونه یې ترسره کړي دي. د امریکا حکومت ددغه دواړو هېوادونو یادې کړنې غندلې او هغه یې جنایت بللې دي.
































