روغتیايي کارکوونکي وایي په ځينو سیمو کې د پولیو پر ضد منفي تبلیغات ددې لامل شوي چې دغه ویروس یو ځل بیا ډېر شي. په ځینو ولایتونو کې چې دمګړی د پولیو ضد واکسینو کمپاین روان دی، روغتیايي کارکوونکي وایي پر وړاندې یې بې بنسټه او غیر واقعي تبلیغات ستر خنډ دي. دوی وایي خلک باید د منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندې نه وي، ځکه ددغه واکسین نه کړل په ماشومانو کې د فلج یا ګوزڼ سبب ګرځي او نورو ماشومانو ته یې د لېږد امکان وي. دوی پر دیني علماوو او ځايي مخورو غږ کوي چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي. پولیو هغه ویروس دی چې د ماشومانو د فلج سبب ګرځي او اوس په ټوله نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې پکې ثبت کېږي.












