امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتېدو غور کوي. اېن بي سي ټلوېزیون د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستيو خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې پورې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو په تړاو غور کوي. جوبايډن ویلي چې تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستان د پوځیانو ایستل ګران دي.
































