ناټو یو ځل بیا له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو پر اړیکو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دغې ډلې تر اوسه پورې له نړیوالو ترهګرو ځانګړې توګه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له القاعده او داعش ډلې سره اړیکې پرې کړي. هغه د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې دغه ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
































