چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

د افغاني تولیداتو پر وړاندې خنډونه او فرصتونه

فرهاد مندوزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2021
in اقتصاد, ليکنې او تحلیلونه
0
د افغاني تولیداتو پر وړاندې خنډونه او فرصتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

د هر هېواد د اقتصادي نظام پیاوړتیا او پرمختګ تر ډېره په کورنیو تولیداتو او بهرنیو هېوادونو ته په صادراتو ولاړه وي. هغه هېوادونه چې د داخلي توکو د صادراتو کچه یې له وارداتي توکو پورته وي، په طبیعي بڼه د یوه قوي او پیاوړي اقتصادي نظام په درلودولو سره پر ځان بسیا او پرمختللی هېواد ګڼل کیږي او اقتصادي وضعیت یې له هغو هېوادونو سره چې د کورنيو تولیداتو کچه یې ټیټه او له نورو هېوادونو پر وارداتي توکو خپلې اړتیاوې پوره کوي، ستر توپیر لري.

افغانستان چې شاوخوا څلور لسیزې یې په جګړو کې تېرې کړې، د سیاسي وضعیت ترینګلتیا تر څنګ د خورا بد او کمزوري اقتصادي حالت سره هم مخ شوی او لا هم لکه څه ډول چې اړتیا ده په خپلو پښو نه دی ولاړ، هغه کارخونې او فابریکې چې پخوا یې دلته فعالیت درلود، اوس تر ډېره غیر فعاله او پرچاو دي، د کارخونو او فابریکو خاوندان له تاوانونو سره مخ شول او ان تر دې دمه یې هم ځینې د کاروبار د بېرته پیل کولو توان نه لري.

د دې تر څنګ چې افغانستان پرله‌پسې کلونه د جګړې ډګر و او لا اوس هم د هېواد په ډېرو سیمو کې جګړه روانه ده، بیا هم ځینې ملي سوداګر او د کارخونو مالکان په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري او غواړي چې تولیدي فابریکې جوړې کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه برخه واخلي، چې له نېکه مرغه په تېره یوه لسیزه کې په لسګونو تولیدي فابریکو په کار پیل کړی او ډېرو ځوانانو ته یې د کاري زمینې د برابرولو تر څنګ، په لسګونه قلمه هغه وارداتي توکي یې په کور د ننه تولید کړل، چې پخوا به افغانانو له بهرنیو هېوادونو واردول.

خو له دې سره سره اصلي ستونزه بیا هم دا ده چې په هېواد کې د ننه افغاني توکو ته د بازار نشتون، په قاچاقي ډول له بهره د هغو توکو واردول چې افغانستان کې هم تولیدېدای شي، له خلکو سره د داخلي تولیداتو په اړه د عامه پوهاوي نشتون او همدا ډول د کورنیو او بهرنیو توکو د بیو په اړه د یوې منظمې ستراتیژۍ نشتون او د شتون په صورت کې نه پلي کیدل هغه لاملونه دي، چې په کور د ننه یې د افغاني توکو بازار خراب کړی او خلک د کورنیو تولیداتو پر ځای تر ډېره بهرنیو توکو ته ډېر لومړیتوب ورکوي. د بېلابېلو بحثونو او کارپوهانو د نظریاتو پر اساس، د افغاني تولیداتو پر وړاندې لسګونه خنډونه شته چې د بېلګې په توګه عمده ستونزې او ګواښونه یې په لاندې ډول په ګوته کولای شو:

د بازار پیدا کول

تر هر څه د مخه له پانګه‌والو سره د حکومت ملاتړ او د هغو توکو په وارداتو د بندیز لګول چې په کور دننه تولیدیږي یا لږترلږه پر وارداتي توکو د تعرفو پورته کول د دې سبب کېدای شي، چې داخلي تولیداتو ته څه نا څه بازار پیدا شي. هغه بهرني توکي چې په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کیږي، له خلکو سره یې اړتیا کمیږي او دې ته اړ کیږي چې کورني تولیدات په ټیټه بیه تر لاسه کړي.

د بهرنیو توکو قاچاق

هېواد ته له بهرنیو او په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو په قاچاقي ډول د هغه توکو را واردېدل چې په کور دننه هم تولیدېږي، د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده، ځکه چې د اقتصاد له نظره په بازارونو کې د توکو بیې د اړتیا او وړاندې کولو پالیسۍ (عرضې او تقاضا) له مخې ښکته پورته کیږي، نو د هغو توکو بیې چې په کور دننه تولید کیږي او خام توکي یې هم له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي، سل په سله را ټیټېږي. کیدای شي په خپل اصلي قیمت هم په بازار کې ونه پلورل شي، ځکه چې په همدې ځانګړتیاوو په بازارونو کې بهرني توکي په کمه بیه تر لاسه کیدای شي، چې همدا د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده.

له عام ولس سره د کورنیو تولیداتو په اړه د معلوماتو او انګیزې نشتون

د هر څه د مخه دې ته اړتیا ده چې  توکو ته د بازار پیدا کولو لپاره خلکو ته عامه ذهنیت ورکړل شي، د داخلي تولیداتو په اړه نندارتونونه جوړ شي او خلک هم باید د بهرنیو توکو په پرتله خپلو کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، چې په دې سره د بهرنیو توکو بازار کمزوری کیږي او داخلي تولیداتو ته مناسب بازار پیدا کېدای شي.

نو د دې لپاره چې پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ اقتصادي نظام ولرو، حکومت مکلف دی چې پورته یادو شويو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي او ولس هم د بهرنیو تولیداتو پر ځای کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، څو د بهرنیو تولیداتو له واردېدو څخه دا هېواد نور د تل لپاره خلاص او وکولای شو راتلونکو نسلونو ته یو پر ځان بسیا  افغانستان په میراث پرېږدو.

Previous Post

اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شي

Next Post

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چین کې د نړۍ په کچه د طبيعي او کلتوري ميراثونو د خونديتوب حال ښه دی

جون 11, 2022
روان کال له افغانستانه د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

روان کال له افغانستانه د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

سپتمبر 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved