چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2021
in افغانستان
0
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سرتېرو پر حضور یا وتلو ناندرۍ راولاړې شوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د سرتېرو د حضور او یا وتلو پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي. تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن، امریکایي سناتورانو، د امریکا استخباراتي ادارو او ځینو امریکایي څېړونکو ویلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره شرایط نه دي مساعد شوي. بلخوا طالبانو بیا تازه خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه پر ټاکلې نېټه له افغانستان و نه وځي، نو دوی به خپلې وسله والې مبارزې ته ادامه ورکړي. نیویارک ټایمز بیا وایي چې د سرتېرو د وتلو، مشارکتي حکومت او یا ورته مواردو په اړه د طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف شته دی.

وروسته له هغه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، نو تر ټولو مهم موارد یې دا وو، چې امریکايي ځواکونه به تر مې میاشتې په بشپړه توګه له افغانستان وځي، طالبان به تاوتریخوالی کموي، له بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او بین الافغاني مذاکرات به یوې پایلې ته رسول کېږي، خو اوس چې په امریکا کې نوی حکومت رامنځ ته شوی او په ډېرو مواردو کې یې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلارې او فرمانونه لغوه کړي، نو امریکايي حکومت د دوحې له هوکړې هم ناخوښ دی. نوی حکومت د دې ملاتړی دی چې د سرتېرو د ایستلو پر مسئله لا ډېر فکر او غور ته اړتیا ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د امریکا ولسمشر جو بايډن په وروستیو ورځو کې وویل چې تر اوسه له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته شرایط مساعد نه دي او په خبره یې دا به ګرانه وي چې تر مې میاشتې پورې دې بهرني عسکر له افغانستان و ایستل شي. د ده په خبره: «د تاکتیکونو له امله دا سخته ده چې سرتېري دې په ټاکل شوې نېټه له هغه ځایه را و ایستل شي. زه او د بهرنیو چارو وزیر له هغو هېوادونو سره ګورو چې په افغانستان کې یې سرتېري دي او که مناسبه مو وبلله، په منظمه توګه به له دغه هېواد خپل سرتېري وباسو».

د بایډن دې څرګندونو له ځان سره د طالبانو غبرګون درلود. وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان ووځي. وسله وال طالبان وایي، د دوحې د هوکړې مطابق امریکايي عسکر باید تر مې میاشتې له افغانستان ووځي او دلته دې د سولې پرمختګ ته زمینه برابره کړي، خو افغان حکومت هم بیا د بایډن له دريځ ملاتړ کړی دی. د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه خبري غونډه کې ویلي چې که امریکایي عسکر بې وخته او د شرایطو له مساعدېدو مخکې له افغانستان ووځي، دلته به کورنۍ جګړې پيل شي.

بلخوا امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ بیا له ځینو طالب مشرانو او قوماندانانو سره خبرې کړې دي. دغه ورځپاڼه وایي، سره له دې چې طالبانو په ځینو مواردو کې خپل یووالی ثابت کړی او دا یې ښودلې چې د یوه فرمان تابع دي، خو د سولې او حکومت پر سر د دغه ډلې د قوماندانانو ترمنځ د نظر اختلاف شته دی. ورځپاڼه وایي، په طالبانو کې منځلاري قوماندانان د سولې له لارې د ستونزې د حل په لټه کې دي، خو داسې قوماندانان هم شته چې دوی نه غواړي مشارکتي حکومت جوړ شي، بلکې د یوه نوي اسلامي حکومت د جوړېدو په لټه کې دي. یوه طالب قوماندان د نامه نه ښودو په شرط  واشنګټن پوسټ ته ویلي: «موږ یو مستقل حکومت جوړوو، موږ شل کاله د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره مبارزه کړې ده، که داسې نه کېږي، نو موږ باید خپلو جګړو ته ادامه ورکړو».

بلخوا د امریکا استخباراتي ادارو هم د بايډن حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، نو په دغه هېواد کې به ترهګرې ډلې پياوړې کېږي، طالبان به په دوو کلونو کې د افغانستان ډېره برخه نیسي او نړیوالې ترهګرې ډلې به دلته ریښې ځغلوي چې نړیوال امنیت ته به ګواښونه جوړ کړي.

Tags: Top
Previous Post

د افغاني تولیداتو پر وړاندې خنډونه او فرصتونه

Next Post

کاوون د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کاوون د لوړو زده کړو موسسه

کاوون د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Fruit Machine Online

سپتمبر 8, 2025
د چين او امريکا د مشرانو غونډه پای ته ورسېده

د چين او امريکا د مشرانو غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved