د افغان سولې په اړه له نوو هڅو سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوې څرګندونې لرلې دي او خلیلزاد هم د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت دی. د مسکو تر ناستې وروسته ټاکل شوې، چې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونډه وشي. زلمي خلیلزاد په همدې تړاو ترکیې ته سفر کړی و او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي دي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا ژمنه ده چې روانه جګړه د مذاکراتو پر مټ پای ته ورسوي.
په راتلونکو اونیو کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترکیې ته تللی او هلته یې له ترکي چارواکو سره پر راتلونکي کنفرانس خبرې کړې دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، خلیلزاد له لوړپوړو ترکي چارواکو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د افغان سولې لپاره به هڅه کوي. ترکي چارواکو ویلي، چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي او هڅه کوي په راتلونکي کنفرانس کې لا ډېر افغانان سولې ته نږدې کړي. ترکي او امریکایي چارواکو ټینګار کړی و، چې د ترکیې کنفرانس د دوحې د بهیر بدیل نه دی، بلکې هڅه پکې دا ده چې د دوحې بین الافغاني مذاکرات د ترکیې د کنفرانس پر مټ چټک کړي.
بلخوا تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په اړه څرګندونې لرلې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبریالانو ته ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې باور ده چې دلته روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېږي. د ده په خبره: «دا مهمه وه چې ډيپلوماسي د خبرو اترو په بهیر کې چټکه کړل شي. په دې ټول پوهېږي چې په افغانستان کې د جګړې له لارې بریا نشته ده».
انتوني بلېنکن د سرتېرو د حضور په اړه هم خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې دوی له ناټو سره یو ځای افغانستان ته تللي او له خپلو دې متحدینو سره به یو ځای له افغانستان وځي. بلېنکن بیا هم ټینګار کړی، چې د سرتېرو د ایستلو یا حضور په اړه وروستۍ پرېکړه له جو بايډن سره ده. د ده په خبره: «موږ په ګډه هلته تللي یو. په بېلو شرایطو کې موږ هلته وو، خو د مناسب وخت په راتګ سره به په ګډه له دغه هېواد وځو».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو وړاندې د امریکا ولسمشر جو بايډن هم ویلي وو، چې تر مې میاشتې پورې به له افغانستان د سرتېرو ایستل ګران کار وي. د بایډن دې څرګندونو له ځان سره د طالبانو غبرګون هم درلود. دوی وویل چې بهرني ځواکونه باید له هوکړې سره سم تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي، خو که پر ژمنو عمل ونه کړي، نو طالبان به خپلو وسله والو مبارزو ته ادامه ورکړي.
بلخوا په افغان حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا هیله لري چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې تمه ښودلې، چې د ترکیې په کنفرانس کې له طالبانو سره پر اوربند توافق رامنځ ته شي. هغه همدا راز ویلي چې په دغه غونډه کې به یې پلاوی په پوره قوت ګډون کوي او تر ټولو مهم هدف به هم دا وي چې روانه جګړه ختمه شي او ښکېلې خواوې پر اوربند سره سلا شي. د ده په خبره: «تر اوږدې مودې وروسته به د ترکیې ناسته یو غوره فرصت وي. زموږ پلاوی به په پوره قوت هلته ګډون کوي. هڅه مو دا ده چې دا بهیر یوې پایلې ته ورسېږي. دا زموږ لپاره د پرمختګ یو مهم ګام دی».
بلخوا په افغانستان کې سیاسي او مدني فعالین هم په دې باور دي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې د طالبانو او افغان حکومت له لوري نه ضایع کېږي او دواړه اړخونه دې ژر تر ژره پر اوربند او د جګړو پر پای ته رسولو سره سلا شي.
































