سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

توني موریسون

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2021
in څېرې
0
توني موریسون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

توني موریسون افریقايي الاصله امریکایي لیکواله ده. هغه د امریکایي ادب په تېره د تورپوستانو د ادبیاتو او ادبي نړۍ د اسمان ستوری ده. هغه د نوبل جایزه وګټله، خو په ادبي نړۍ کې یې دومره لوی نوم ګټلی چې تر ننه د هر امریکایي په تېره هر تورپوستي نړیوال پر ژبه یې نوم دی. د هغه پنځونې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشهورې دي او ډېرو ژبو ته ژباړل شوې دي. هغه تورپوستې مېرمن وه چې د نوبل تر جایزې ورسېده، خو په دې توګه د نوبل لومړنۍ تورپوستې ګټونکې هم بلل شوې ده. موریسون ادبیات پنځول، ادبیات یې تدریسول او په ادبي برخه کې یې د زړه له تله فعالیتونه تر سره کول. هغې به ویل، له تخیل پرته نور هېڅ نه لري، له طنز یې ښه درک درلود او کلماتو ته یې له حده ډېر باور درلود.

کلوئیه انتوني ووفورډ د ۱۹۳۱ کال د فبرورۍ په ۱۸مه د امریکا د اوهایو ایالت په لورین ښار کې زیږېدلې ده. د نوموړې کورنۍ کاریګره ګڼل کېده او څلور غړي یې لرل. دوی افریقایي الاصله تورپوستان وو، نیکه یې په یوه غلامه کورنۍ کې زیږېدلی و. یانې هغه مهال وزیږېد چې لا هم په امریکا کې د غلامۍ دود نه و ختم شوی. ووفورډ وروسته وروسته د توني نوم ځان ته غوره کړ. توني په داسې یوه کورنۍ کې وزیږېده چې شاوخوا یې ټوله بېوزلي وه. په څو فرهنګه چاپېریال کې را لویه شوه. په دې مانا چې شاوخوا یې ډېر ملتونه اوډېر نژادونه وو. په همدې چاپېریال کې ډېر ژر له ادبیاتو سره بلده شه. له ناولونو په تېره د جین آسټین او تولستوی له ناولونو سره یې د زړه تارونه وصل شول. په ۱۹۴۹ کال کې د ډيپلوم تر اخیستو وروسته هاروارډ پوهنتون ته بریالۍ شوه او په دې پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ته مخه کړه. نوموړې وايي چې تر دې دمه هېڅ وخت پر نژادي توپير نه وه پوه، خو دلته یې چې کله زده کړې په تور هاروارډ یا د تورپوستانو لپاره د هاروارډ پوهنتون د ځانګړې شوې څانګې محصله شوه، نو په نژادي توپیر یې هم سر خلاص شو او دې ته متوجه شوه چې په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې وضعیت څومره خراب دی.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

موریسون د تدریس چارې په تګزاس پوهنتون کې پيل کړې. وروسته هاروارډ پوهنتون ته لاړه. هلته یې هم د ادبیاتو په تدریس پيل وکړ. موریسون په ۱۹۵۸کال کې د هاروارډ پوهنتون له یوه محصل سره واده وکړ. خو شپږ کاله وروسته یې له دې ځوان طالق واخیست. هغه مهال یې دوه اولاده لرل. تر بېلتون وروسته یې په نیویارک کې له رانډوم هوس انتشاراتو سره کار پيل کړ. موریسون په دې انتشاراتو کې د تورپوستو د ادبي برخې مسووله وه. هغه مهال چې توني په دې انتشاراتو کې مسووله وه، نو مهم کارونه یې وکړل. د لومړي ځل لپاره د تورپوستي محمد علي کلي ژوندلیک چاپ شو. د تورپوستو لیکوالانو د پنځونو ګلچین یې چاپ کړ او د ځینو تورپوستو لیکوالانو په هڅونه کې یې هم مهم رول درلود.

سره له دې چې دلته یې په انتشاراتو کې دنده درلوده، نو تر څنګ یې د نیویارک ښار په ایالتي پوهنتون کې هم د تدریس دنده لرله، ان تر دې چې د لومړنۍ تورپوستې مېرمنې په توګه په دې وتوانېده چې په پرنسټون پوهنتون کې یوه څوکۍ خپله کړي. موریسون په دې ډول نو لومړنۍ تورپوستې مېرمن وه چې په پرنسټون پوهنتون کې ځان ته ځانګړې څوکۍ لري. نوموړې بریالۍ شوه چې تر ۲۰۰۶ کال پورې دا څوکۍ وساتي. توني موریسون په پوهنتون کې د تدریس د دندې تر څنګ، ادبي نقاده وه او ډېرې مقالې یې خپرې کړې دي. هغې نه یوازې دا چې ناولونه او کیسې لیکلې، بلکې نندارې یې هم لیکلې دي. په ۱۹۸۶ کال کې یې د (Dreaming Emmett) په نامه یوه ننداره ولیکله او هغه یې نندارې ته وړاندې کړه. دا ننداره د امت تېل په نامه د یوه ځوانکي پر ژوند لیکل شوې وه. دا تورپوستی ځوان و، چې په مي سي سي پي کې په ۱۹۵۵ کال کې وژل شوی و. دا د تورپوستو په مبارزه کې د یوه سمبول په توګه مطرح شوی و او د دې سبب شو چې د تورپوستو مبارزې نوی رنګ راوړي او لا ډېر خلک د دوی له غوښتنو ملاتړ وکړي.

توني موریسون د خپل ادبي ژوند په جریان کې ټولټال یوولس ناولونه خپاره کړي دي. په دې ناولونو کې تر ډېره په پرله‌پسې توګه د امریکا معاصر تاریخ په ځان کې رانغاړي. دا ناولونه ټولې هغه مبارزې انځوروي چې تورپوستانو د خپلو بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره تر سره کړې او نننۍ امریکايي ټولنه ترې جوړه شوې ده. لومړنی ناول یې تر ټولو آبي سترګې یا (The Bluest eye) و. دا ناول یې په ۱۹۷۰کال کې خپور کړ او په دې وخت کې موریسون ۳۹ کاله عمر درلود. دا ناول هم د تورپوستو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لیکل شوی و. هڅه یې دا وه چې دغه ټبر د خپلو حقونو د اخیستلو لپاره وهڅول شي او وکړای شي ځانونه پیاوړي وساتي.

په ۱۹۷۷ کال کې موریسون د سلیمان د غږ په نامه ناول خپور کړ. دې ناول د امریکايي نقادانو د ملي حلقې جایزه هم وګټله. موریسون په دې کتاب کې د یوه تورپوستي کیسه را اخلي چې د خپل هویت د پیدا کولو لپاره هلې ځلې کوي. دی هڅه کوي چې د خپلو نیکونو اصلي ریښې پیدا کړي چې څوک وو او ولې غلامان کړل شوي وو. نوموړې په دې کتاب کې لوستونکی د تورپوستو د نړۍ له فولکلور، کوډو او باورونو سره بلدوي. په ۱۹۸۲کال کې د قیر هلک، یانې ډېر تور هلک ناول خپروي. په ۱۹۸۷کال کې د دلبند ناول خپروي، په دې کتاب کې هم د بشري حقونو او تورپوستو د حقونو لپاره مبارزه شوې ده او څو اړخیز ناول ګڼل کېږي. همدا ناول و چې توني موریسون یې په نړۍ کې د یوې لیکوالې په توګه مطرح کړه. په دې مانا چې توني موریسون ته د لیکوالۍ شهرت همدې ناول ګټلی دی.  

ډېر کم داسې لیکوال پیدا کېږي چې د توني موریسون په څېر په یوه ځانګړي سبک دومره چټکه وده وکړی شي. مخکې مو هم وویل چې د موریسون لومړنی اثر (The Bluest eye) و، چې په ۳۹ کلنۍ کې یې خپور کړی و. د همدې اثر تر خپرولو دوې لسیزې وروسته په ۱۹۹۳ کال کې موریسون د نوبل ګټونکې شوه. موریسون چې کله د نوبل جایزه اخیسته، د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې وویل، د کیسې او ناول لیکل ورته یوازې تفریح نه ده، بلکې باور لري چې ناول او کیسه د زده کړو د تر لاسه کولو او ځان پوهولو تر ټولو اغېزناکه لار ده. نوموړي د امریکا د څو اړخیز فرهنګ په معرفي کې مهم رول ادا کړی دی. نوموړې په داسې یوه وخت کې لیکل کول، چې امریکایي حکومت د ولسواکۍ چیغې وهلې، خو هلته یو ستر ټبر د پوست د رنګ له امله د ولسواکۍ له ټولو حقوقو محروم و. نوموړې د هغو کسانو غږ اوچت کړ، چې ازادي ترې اخیستل شوې وه. هغې په امریکایي ټولنه کې د سانسور فرهنګ ختم کړ او په دې تړاو جوړ شوي مرزونه یې مات کړل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، موریسون له هغو ګوتو په شمار لیکوالانو ده چې کتابونو یې تر چاپ وروسته ښه پلور درلود او په دې برخه کې بریالۍ وه. کیسې او کتابونه یې تل د ډېرو پلورېدونکو کتابونو په کتار کې راتلل. ځینې کتابونه یې په فلمونو بدل شوي دي. پخپله یې هم له رسنیو سره ښې اړیکې لرلې، په مهمو بحثونو او ادبي فعالیتونو کې یې برخه اخیسته. په ځلونو په مهمو او په زړه پورې خپرونو کې راڅرګنده شوې ده. د نوبل اکاډمۍ هم هغه مهال وویل چې موریسون په خپلو اثارو کې ښه لیدلوری لري. موریسون په دې توګه د امریکا یوې بنسټیزې څېرې او اړخ ته ژوند وربښلی دی. موریسون په ۱۹۹۲کال کې یانې یو کال مخکې تر دې چې د نوبل جایزه وګټي، د جاز په نامه یو ناول خپور کړ. دا په دلبند ناول پورې اړوند دویم ناول ګڼل کېږي او نقادان په دې باور دي چې په اصل کې د دلبند ناول کیسه په دریو ناولونو کې واضح شوې ده، چې له یو بل سره اړیکه لري. جاز تاریخي ناول دی. پېښه یې د نیویارک په هارلم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. دا ناول هم د نورو په څېر په امریکا کې د افریقايي الاصله تورپوستو ستونزې او جنجالونه منعکسوي. څو کاله وروسته د جنت ناول خپروي، چې دا د دلبند ناول درېیمه برخه یا تکمیلوونکې برخه جوړوي.

نوموړې تل د تورپوستو له حقونو دفاع کوله، تل به یې خپل ټبر په سمه باله، خو یو وخت یې پخپله د تورپوستو نیمګړتیاوو ته هم پام شو. په ۲۰۰۳ کال کې یې د عشق په نامه یو ناول چاپ کړ. نوموړې په دې اثر کې د تورپوستو ترمنځ نفاق، ناندریو او نارواوو ته کتنه کړې ده او دوی یې غندلي دي. په یوه بښنه ناول کې یې هم هغه ستونزې رابرسېره کړې دي، چې په اوولسمه پېړۍ کې د اروپايانو له لوري د نوموړې پر هم‌ټبره وګړو تر سره شوې دي. کور یې بیا لسم ناول دی چې په ۲۰۱۲کال کې یې خپور کړی دی. دا د یوه سرتېري کیسه ده چې له کوریا سره د جګړې لپاره له امریکا تللی دی، خو د خپلې خور د ژغورلو لپاره له جګړې راګرځي او په دې لړ کې چې هغه له کومو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېږي، په همدې ناول کې یې په اړه خبرې شوې دي.

د امریکا په ادبي تاریخ کې دغه ځلانده څېره بالاخره د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په پنځمه له دې نړۍ لاړه. نوموړې په ۱۹۹۳ کال کې د نوبل جایزه وګټله او په دې توګه هغه لومړنۍ تورپوستې وه چې د نوبل جایزه ګټي. د نوبل بنسټ هغه یوه پیاوړې لیکواله بللې وه او ویلي یې وو چې هغې په امریکا کې له پامه لوېدلو بوږنوونکو پېښو ته نوې روح ورکړې ده. هغه د مرګ پر مهال اته اتیا کلنه وه. د نوموړې مرګ هم د نژادپاله نظریاتو ښکار شو. مرګ یې سیاسي شو او په امریکا کې د ناندریو سبب شو. خو په ټوله کې د امریکا روشنفکره قشر په دې باور و، چې هغه یوه ستره ضایعه وه، په تېره بیا د تورپوستو امریکایانو لپاره د هغه مړینه نه جبرانېدونکې بلل شوې وه. د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په یوه پیغام کې وویل، چې نوموړې یوه ملي شتمني او یوه جادوګره کیسه ویونکې وه. اوباما نوموړې ته په ۲۰۱۲ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د ازادۍ جایزه هم ورکړې وه، چې د امریکايي حکومت معتبره جایزه ګڼل کېږي.

 

Previous Post

د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ او د ترکیې پر غونډه یې اغېز

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د اکمالاتي ځنځير نړیوال نندارتون کې د پرانيستو همکاريو نوي فرصتونه برابر شوي

د چين د اکمالاتي ځنځير نړیوال نندارتون کې د پرانيستو همکاريو نوي فرصتونه برابر شوي

نوومبر 28, 2024
یونیسف: ۱۲میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري

یونیسف: ۱۲میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري

مې 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved