چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي چې د سولې لپاره افغان حکومت هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو د زور له لارې طالبانو ته واک نه پرېږدي. نوموړي ویلي چې حکومتي چارواکي د فشار له لارې داسې نه کوي چې له مسوولیت خپلې اوږې سپکې کړي او واک پرېږدي. نوموړي دا هم ویلي چې له وخت مخکې ټاکنو ته تیار دي، چې پکې به ولسمشر کاندید نه وي. نوموړي طالبان تورن کړي چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او د سولې اراده نه لري.
له وخت مخکې ټاکنې یوه لاره ده، خو دا هر ډول قرباني نه ده، ځکه نو حکومتي چارواکي باید دا یوازینۍ طرحه ونه ګڼي. دوی حق لري چې دا طرحه وړاندې کړي او له نورو سره یې شریکه کړي، خو دا په دې مانا نه ده چې دا یوازینۍ لاره ده او بله هېڅ لاره نشته. د سولې لپاره د دې طرحې په ګډون، ټولې طرحې باید هر اړخیزې و ارزول شي. هغه طرحه چې معقوله او عملي وي، باید ومنل شي. د دې تر څنګ طرحه باید داسې وي، چې له سولې سره مرسته وکړي او د یو بل د چپه کولو هڅه نه وي. له همدې امله پکار ده چې ټولې طرحې و ارزول شي او بیا یوه پکې وټاکل شي.
له وخت وړاندې ټاکنې یوه طرحه ده، خو جدي ستونزې لري. تېرې ټاکنې دومره لانجمنې او ستونزمنې وې چې اوس عام خلک هم په ټاکنو باور نه لري. دویمه ستونزه دا ده چې کله ټول حکومت د یوه اړخ په لاس کې وي، نو بیا څنګه به بل لوری ومني چې په دې ټاکنو کې برخه واخلي!؟ دا چاره یوازې په ناظرینو نه حل کېږي، ځکه څوک چې په واک کې وي او سیستم څرخوي، هغه په طبیعي ډول په ټاکنو کې په خپله ګټه ډېر څه کولی شي. له همدې امله مقابل اړخ به زړه ښه نه کړي چې ټاکنو ته را وړاندې شي. بله مهمه خبره دا ده چې ټاکنې د څه لپاره کېږي؟ که ټاکنې د جمهوري ریاست لپاره کېږي، نو چې طالبان جمهوریت نه مني او متنازع وي، نو بیا به څنګه د هغو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي. د دې تر څنګ د حکومت دا طرحه ډېرې نورې ستونزې هم لري، چې ښيي دا طرحه عملي نه ده او تر ډېره یو اړخیزه ده.
که خبره رښتیا د هر ډول قربانۍ وي، د هر ډول قربانۍ یوه لاره همدا ده چې پر متفاوتو طرحو کار وشي. تر ټولو معقوله او علمي طرحه چې ګواښونه کموي او د سولې چاره یقیني کوي، باید وټاکل شي او عملي شي. د دې لپاره د انتقالي، موقت یا سرپرست حکومت طرحه هم د تأمل وړ ده. البته هېڅوک نه غواړي چې نظام ړنګ شي او هرڅه له صفره پیل شي، بلکې همدا حکومتي جوړښت باید وي او مشري یې باید داسې وي چې د سرپرست یا انتقالي ماهیت ولري. دا طرحه هم تر ډېره عملي او معقوله ښکاري او هم به طالبانو ته تر یوې اندازې د منلو وړ وي.
له بده مرغه لا هم په نیتونو کې ستونزې دي او پکار ده چې دواړه اړخونه خپل نیتونه او ارادې سمې کړي او د یوې واقعي سولې لپاره کار وکړي.

Previous Post

امنیتي بنسټونه: طالبان لویو ښارونو کې د بریدونو پلان لري

Next Post

اوږده مزلونه او ورک منزلونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اوږده مزلونه او ورک منزلونه

اوږده مزلونه او ورک منزلونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷زره ټنه انتقالات شوي

جولای 19, 2024
بریتانیا؛د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډ مرسته کوي

بریتانیا؛د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډ مرسته کوي

اکتوبر 20, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved