د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت په دې ارزي چې د اساسي قانون تعدیل ومنل شي. نوموړي زیاته کړې، دا تعدیل باید په هغه ډول وي چې د اساسي قانون په میکانیزم کې یې وضاحت راغلی دی. دانش چې د لویې څارنوالۍ سرپرست او نوماند د معرفي کولو غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز وویل، هغه سوله چې عادلانه او تلپاتې نه وي، په یو ډول بېرته پر جګړې او ګډوډۍ بدلېږي. دانش د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د افغان حکومت له لوري سولې ته د رسېدو لپاره یوه ښکاره لارنقشه وړاندې شوې او د هغې پر بنسټ به لومړی ټینګار د اساسي قانون پر ساتلو او دوام وي، چې له دې نه هدف د ګډوډۍ مخنیوی دی.












