فارن پالیسي خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه په بېړه د سرتیرو ایستل د بې پایه جګړې د دوام مانا لري او پر ځای ټاکنه نه ده. یادې خپرونې د سي ای اې هغه پخوانی نقل قول راخیستی دی چې ویلي یې و، که امریکا په بېړه له افغانستان څخه د پوځیانو ایستلو پرېکړه وکړي نو د افغانستان دولت به ړنګ شي، طالبان به واک ته ورسېږي او بلاخره دغه هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو لپاره په سرخوږي بدل شي. خپرونې دغه راز ویلي چې تر ناڅرګندې نېټې پورې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور هم د حل لار نه ده ځکه چې په دې سره به د امریکا لګښتونه خورا زیات شي او له اقتصادي پلوه به امریکا ته سخته ضربه ورسوي. یادې خپرونې ویلي چې امریکا باید یوه بله درېیمه یا منځنۍ لار وټاکي او هغه هم دا چې یو شمېر تروریستي ضد ځواکونه په دغه هېواد کې پرېږدي، هند ته پراخ رول ورکړي چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او په دې توګه یقیني شي چې نړیوال ترهګر بیا سر نه راپورته کوي.












