چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

له کابله ترکیې غونډې ته څو طرحې وړل کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مصالحې عالي شوار وايي چې دوی د ترکیې غونډې لپاره جوړې شوې بېلابېلې طرحې ارزوي او یوه معقوله طرحه به ترې را وباسي. د مصالحې عالي شورا وايي چې پرون په دې اړه یوې کمېټې غونډه هم کړې او شاوخوا دېرش طرحې  چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او حکومت له خوا وړاندې شوي، تر ارزونې لاندې دي. د مصالحې عالي شورا وايي چې دوی به له دې طرحو څخه یوه داسې طرحه را وباسي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي او د ترکیې غونډې ته به له یوې طرحې سره ورځي.

د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د طالبانو، حکومتي مشرانو او مطرحو سیاستوالو ترمنځ یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړېږي. دا غونډه چې ویل کېږي لس ورځې به دوام کوي، ټاکل شوې چې د اپرېل په ۱۶مه جوړه شي، خو پکې د ځنډ شونتیا شته. د ښکېلو اړخونو مشران به په دې غونډه کې د سولې په تړاو اساسي پرېکړه کوي. د دې غونډې په تړاو د خبرونو له پیل سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نارسمي ډول یوه طرحه هم له ښکېلو اړخونو سره شریکه کړې وه. په دې طرحه کې  د سولې د انتقالي حکومت وړاندیز شوی، چې باید په ترکیه کې پرې هوکړه وشي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د خلیلزاد هڅو او په ځانګړي ډول د سولې د انتقالي حکومت طرحې په کابل کې چارواکي خپه او  اندېښمن کړل او له طرحې سره یې مخالفت وکړ، خو وروسته یې له خپله اړخه د یوې طرحې خبره وکړه. په دې طرحه کې له وخت وړاندې د ټاکنو خبره شوې او ورسره اوربند هم غوټه شوی دی. په کابل کې د حکومت له دې طرحې سره مخالفتونه وشول او آن داسې ښکارېدله چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم له دې طرحې سره موافق نه دی. په دې وروستیو کې دا خبره هم را پورته شوه چې ګواکې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه یوه طرحه نه ورځي، بلکې څو طرحې به وي. حکومت به له وخت وړاندې د ټاکنو طرحه وړاندې کړي. ډاکټر عبدالله د سولې انتقالي حکومت طرحې ته نږدې یوه طرحه وړاندې کوي او ځینې نور سیاستوال به هم طرحې ولري. ویل کېږي چې ډېرې طرحې جوړې شوي او له دې ډلې یې ۳۰ هغه د مصالحې له عالي شورا سره شریکې شوې هم دي. که له کابل څخه د ترکیې غونډې ته څو طرحې ورځي او غږ واحد نه وي، نو نه یوازې دا چې د دې اړخ پر دریځ به منفي اغېز وکړي، بلکې د سولې پروسه به هم له ستونزو سره مخ کړي.

له دې اندېښنې سره سره چې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه ورتلونکي کسان څو طرحې ولري، د مصالحې عالی شوار وايي، متفاوتې طرحې ارزوي او له ټولو څخه به یوه داسې ګډه طرحه را وباسي چې هم معقوله وي او هم یې ټول اړخونه ومني. که د مصالحې عالي شورا وتوانېږي چې د ترکیې غونډې ته له کابل څخه ورتلونکی پلاوی په یوه غږ کړي، دا به مهم ګام وي، خو داسې نه ښکاري چې ټول اړخونه به واحد غږ پیدا کړي او یا دې ارګ د مصالحې د عالي شورا په غوښتنه له خپلې طرحې او دریځ څخه تېر شي.

Previous Post

طالبان او حکومت د یو بل پر وړاندې د جګړو د شدت خبرداري ورکوي

Next Post

فراري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
فراري

فراري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: د ناورین د مخنيوي لپاره د افغانستان شتمني باید ازاده شي

م.م: د ناورین د مخنيوي لپاره د افغانستان شتمني باید ازاده شي

نوومبر 18, 2021
پنجشېر کې د ۶۰ ښځو لپاره د مسلکي خیاطۍ کورسونه پيل شوي

پنجشېر کې د ۶۰ ښځو لپاره د مسلکي خیاطۍ کورسونه پيل شوي

دسمبر 28, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved