چین له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او د استانبول پر راتلونکي کنفرانس یې خبرې ورسره کړې دي. د چین سفیر وانګ یې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي. اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې له افغان سولې سره د چین همکاري مهمه ده او دغه راز چین کولی شي د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي. اتمر ټینګار کړی چې افغانستان ته د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی او دلته به د دایمي ثبات او اقتصادي ودې سبب شي.
































