د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په کندهار کې د میرویس افغان په نوم د اوړو د تولید فابریکې په یو میلیونه ډالره فعالیت پیل کړی و او اوس یې پانګه شپږ میلیون ډالرو ته پورته شوې ده. دغه وزارت ویلي چې د اوړو د تولید دغه فابریکه په یوه شپه او ورځ کې ۶۰ ټنه اوړه تولیدوي او ۳۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس دغه فابریکه د خپل اړتیا وړ غنم له کورنیو سرچینو او بهر څخه برابروي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او په ځان د بسیا کېدو لپاره به افغان حکومت له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
































