د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې وايي چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو او هدفي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. په اعلامیه کې راځي چې دواړه لوري همدا راز د ملکي تلفاتو په اړه د تحقیقاتو په برخه کې هم همکاري نه کوي او هڅه کوي ددې ډول پېښو پړه پر یو بل واچوي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د اکثریت افغانانو خبرو ته دې غوږ شي، له جګړو دې لاس واخلي، تاوتریخوالی دې کم کړي او په هېواد کې دې د دایمي سولې او اوربند پر سر سره سلا شي.
































