چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

جمهوریت غونډې نه؛ عمل غواړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2021
in تبصرې
0
خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دې ورځو کې په کابل او ځینو ولایتونو کې یو ځل بیا د جمهوریت د ملاتړ تر نامه لاندې د حکومت په ملاتړ غونډې جوړېږي. په دې غونډو کې چې د حکومتي چارواکو او د حکومت د سیاسي ملاتړو لخوا جوړېږي، د سولې په پروسه کې د حکومت د دریځ ملاتړ کېږي. ډېری داسې غونډو ته مخامخ حکومتي چارواکي هم ورځي او ویناوې پکې کوي. ویل کېږي چې دا غونډې د حکومت په مالي لګښت جوړېږي، خو معلومه نه ده چې پیسې یې د حکومت کومه اداره او د کوم پروسیجر له مخې ورکوي.

د جمهوریت ملاتړ او یا هم د بل سیاسي فکر لرل او د دې لپاره غونډه او یا بل قانوني فعالیت هېڅ ډول ستونزه نه لري او دا د هر افغان حق دی. خو په دې وروستیو کې چې کومې غونډې جوړېږي، په اړه یې جدي پوښتنې او اندېښنې شته. لومړۍ پوښتنه دا ده چې ولې حکومت او جمهوریت سره ګډ شي!؟ له بده مرغه دا غونډې د جمهوریت د ملاتړ په نوم له حکومت او بیا په ځانګړي ډول له یوه کوچني واکمن ټیم څخه ملاتړ دی. دویمه ستونزه د دې غونډو مالي لګښت دی. ولې باید حکومت د داسې غونډو لګښت ورکړي؟ دا لګښت له کومه کېږي او د حکومت کومه اداره، د کوم قانون پر اساس حق لري چې د افغانستان د خلکو مالیه او نوره حکومتي بودیجه په داسې غونډو ولګوي!؟ درېیمه ستونزه دا ده څوک چې خپله جمهوریت مسخره کړي، تر پښو لاندې یې کړي او هر کار یې د جمهوریت مخالف وي، څنګه د جمهوریت غږ پورته کولی شي؟!

تر دې مهمه او اساسي خبره دا ده چې جمهوریت یوازې چیغې او نمایشي کارونه نه دي؛ بلکې یو عمل دی. حکومتي چارواکي د دې پر ځای چې له جمهوریت څخه د ملاتړ غونډې جوړې کړي او لویه دولتي بودیجه پرې ولګوي، غوره ده چې په خپلو کارونو سره جمهوریت تمثیل کړي، دوی باید وښيي چې خپله د جمهوریت ارزښتونو ته ژمن دي او خلک، د خلکو اراده، غوښتنې او ارزښتونه ورته مهم دي.

له بده مرغه حکومتي چارواکي په داسې حال کې نمایشي کارونه کوي او دولتي بودیجه پرې لګوي چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، په حکومت کې فساد په خلکو خولې لګوي، د ارګ په شاوخوا کې سړکونه کنډوکپر دي، د کابل ښار په دولتي ښوونځیو کې د زرګونو ښوونکو کمی دی او سلګونه زره شاګردان بې ښوونکو دي، د ډېرو ادارو قراردادي کارکوونکو په میاشتو میاشتو معاش نه دی اخیستی، د لوږې کچه په بې ساري ډول ډېره شوې ده، بې کارۍ غوغا جوړه کړې او ستونزې خورا ډېرې دي. په همدې وخت کې حکومتي چارواکي د جمهوریت نندارې وړاندې کوي، دولتي بودیجه پرې لګوي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او عامه ذهنیتونه خرابوي.

حکومتي چارواکو ته پکار ده چې نور د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل پرېږدي. جمهوریت د خلکو نظام دی، که یې خلک غواړي، نو خپله به ترې دفاع کوي او په دې اړه د حکومت هڅو او پیسو ته اړتیا نشته. چارواکي باید خپلو اصلي دندو ته پام وکړي، د خلکو جمهوري حقونه ورکړي او ستونزې حل کړي. د سولې د تخریب لپاره نمایشي کارونه به د ارګ واکمن پیاوړي نه کړي؛ بلکې لا به یې له پښو وغورځوي. له همدې امله نور باید دا ننداره ودرول شي.

Previous Post

په افغانستان کې د شیدو کلنی تولید څه باندې ۲ میلیونو ټنو ته رسېدلی

Next Post

دغه خواړه د وینې فشار ثابت ساتي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دغه خواړه د وینې فشار ثابت ساتي

دغه خواړه د وینې فشار ثابت ساتي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې

شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې

جون 24, 2024
په کابل کې د چین سفارت د ویزو صادرول بېرته پیلوي

په کابل کې د چین سفارت د ویزو صادرول بېرته پیلوي

مې 1, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved