د سولې د خبرو پر مهال د ځان پیاوړي ښودلو او امتیاز ترلاسه کولو لپاره د جګړې شدت د منلو نه دی. د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي په خپله تازه مرکه کې ویلي دا د ښکېلو لورو اخلاقي او انساني مسوولیت دی چې د سولې د خبرو پر مهال تاوتریخوالی کم کړي او له جګړو لاس واخلي. دده په وینا له خبرو سره هممهاله د جګړو دوام د ملکي تلفاتو د ډېرېدو سبب ګرځي او دا یوه بوږنوونکې مسئله ده. هغه همدا راز ویلي چې د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده، ښکېل لوري به تعهدات رامنځ ته کوي خو تر څنګ به یې د سیمې پیاوړي هېوادونه ددغه هوکړې د عملي کېدو تضمین کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې ښکېلې خواوې د خپلو ګټو پر ځای د عامو افغانانو ګټو ته ارزښت ورکړي او په دې کنفرانس کې د جګړې پر پای ته رسولو سره سلا شي.
































