د هدفي بریدونو په دوام په مزار شریف ښار کې یو نظامي ډاکټر وژل شوی دی. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن سهار د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر ډاکټر محمد صالح برید کړی دی. د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دغه پېښه نن سهار د مزار شریف ښار له فردوسي څلور لارې سره هغه مهال شوې چې یاد ډاکټر د خپلې دندې پر لور روان و. امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي. بلخوا د طالبانو په ګډون هېڅ وسله والې ډلې تر دې دمه ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.
































