د سټرایټس ټایمز په نامه خپرونې د افغانستان په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، ولسمشر بایډن ویلي چې له تخنیکي پلوه په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل ممکن نه دي نو ښایي تر یو څه مودې پورې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي. راپور کې راغلي چې که چېرته ولسمشر بایډن خپله پرېکړه بدله نه کړي نو ښایي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي. سرچینه کاږي، که چېرته له طالبانو سره پر شوې هوکړه عمل ونه شي نو طالبان به یو ځل بیا پر نړیوالو ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او دا چاره به ددې لامل شي چې له دواړو لوریو عملیات بېرته له سره پیل شي نو نه یوازې د جګړې ښکېلو لوریو ته؛ بلکې ملکي وګړو ته به هم په درنه بیه تمام شي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، کله چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي نو د امریکا ادارې ته په کار ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له افغان دولت سره رغنده مذاکراتو ته وهڅوي.
































