په کابل کې د کاناډا سفیر ویلي چې روژه میاشت د عطوفت، مهربانۍ، صدقې او عدم خشونت میاشت ده. ریډ سیرز د افغان جګړې له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو غوښتي چې د روژې میاشتې ته په درناوي دي تاوتریخوالی کم کړي. هغه زیاته کړې چې طالبان باید په دې میاشت کې د بې ګناه ملکي وګړو، خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو له وژلو لاس واخلي. د یادونې ده چې ولسمشر غني هم نن پر طالبانو غږ کړی دی چې که سولې ته اراده لري نو د روژې میاشتې ته په درناوي دې اوربند وکړي. طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د اوربند غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.
































