د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن د ادارې نوې پرېکړه د امریکایي سناتورانو له غبرګون سره مخ شوې ده. امریکايي سناتور او ددغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي مارکو روبیو د بایډن د حکومت نوې پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي همدا چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دغه هېواد به یو ځل بیا د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي او په خبره یې افغان حکومت ددې جګړې د مدیریت وړتیا نه لري. هغه ټینګار کړی چې بې وخته د ټولو امریکایي عسکرو ایستل او د ټرمپ هوکړو ته غاړه اېښودل به د امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري. مارکو د بایډن پر اداره غږ کړی دی چې په دغه ډول حساسو مسایلو کې له دقت کار واخلي او په بېړه پرېکړه کول به یې د ناورین او خونړیو جګړو سبب شي
































