کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د موټرسایکل پر ګرځولو بندیز لګولی دی. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تر دویم امر پورې په کابل کې هېڅوک له موټر سایکل په استفادې تګ راتګ نه شي کولی. د سرچینې په خبره ددوی معلومات ښيي چې په کابل ښار کې ډېری جنایي او ترهګریزې پېښې د موټرسایلکلونو په وسیله ترسره کېږي نو له همدې امله یې د موټرسایکلونو پر ګرځولو راګرځولو بندیز لګولی دی. کابل ښار کې زرګونه کسان له دغه نقلیه وسیلې استفاده کوي خو تر ډېره جنایي پېښې هم د موټرسایکل په وسیله ترسره کېږي. څه موده وړاندې هم د کابل ښاریانو له حکومت په ټولنیزو رسنیو کې غوښتنه کوله چې د موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز ولګوي.
































