د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي. نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او دا مني چې نجونې باید زده کړې وکړي. قریشي دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل خطرناک بللي او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي. هغه ویلي، دوی په وار وار ویلي چې په بېړه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره موافق نه دي او نباید په عجولانه توګه بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
































