د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې تر څنګ پر نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلینکن له باجوه سره په دې ټلفوني خبرو کې د ګډو ګټو، د سیمي د امنیت او د افغان سولې په خبرو کې د تازه پرمختګ او نورو دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې کړې دي. په دې ټلفوني مکالمه کې باجوه یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي چې دوی به د دې پروسې د بریا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. امریکا د سیمي د امنیت برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او ټینګار یې کړی دی چې دواړه هېوادونه به د سیمې د ثبات لپاره هر اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې کړي.












