د هند د پوځ مشر ویلي دي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کېدونکې تشې په هکله اندېښنه لري. د امريکا ولسمشر او ناټو اعلان کړی دی چې د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت، ویلي اندېښنه دا ده چې ورانکاره ډلې ښایي له هغې تشې څخه استفاده وکړي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د هند ستره اندېښنه دا ده چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي. د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.
































