افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې لپاره امنیتي پلان لاسلیک کړ. له ترکمنستانه د ټاپي د پروژې مدیر محمد متیرات امانوف پرون کابل ته راغلی و او د امنیت شورا له مرستیال عبادالله عباد سره دا امنیتي پلان لاسلیک کړی.د امنیت شورا د اعلامیې له مخې د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمنستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمهیز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي. دا شورا وایي، ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمهییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کوي. افغان چارواکي وايي، تمه ده سږ کال د دې پروژې کار پیل شي چې ورسره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
































