چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جګړې د افغاني لورو مسوولیت زیات شوی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2021
in تبصرې
0
د جګړې د افغاني لورو مسوولیت زیات شوی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

تر سپټمبر میاشت پورې د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو سره اوس له هر افغان سره دا پوښتنه او اندېښنه ده، چې وروسته به څه کېږي؟ د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستی اعلان ښيي چې امریکایان تر بل هر وخت په دې اړه واضح او قاطع دریځ لري، ځکه چې ویل شوي دا وتل په شرطونو پورې تړلي نه دي او امریکايي ځواکونه به په هر حالت له افغانستان څخه وځي. پر همدې بنسټ اوس دا د جګړې افغاني لوري دي، چې پرېکړه به کوي او د افغانستان د جګړې او سولې برخلیک به ټاکي.

د امریکايي ځواکونو وتل چې ځینې یې ګواښ ګڼي، یوه فرصت هم دی، ځکه چې د جګړې اصلي لامل ختمېږي او دواړه لوري به بیا د خپلې جګړې د توجیه لپاره دلایل ونه لري. که له سپټمبر وروسته هم جګړه دوام کوي، نو بیا دا له کورنۍ جګړې پرته بل هېڅ نوم نه خپلوي او د جګړې یو اړخ هم ځان له ملامتیا نه شي ژغورلی. نو پر دې اساس، له اوسني فرصت څخه باید استفاده وشي او د جګړې د ختم لپاره باید بنسټیز ګامونه واخیستل شي. تر ګردو مهمه دا ده چې یو اړخ هم باید فکر ونه کړي چې دوی ګټونکي دي او هر څه باید په زور او جګړه وکړي، ځکه چې همدا ذهنیت د سولې مخه نیسي او جګړه غځوي.

دا سمه ده چې دواړو اړخونو ته اوس هم د جګړې لپاره بهرنۍ مرستې شته، خو دا مرستې هېڅکله دوی تر بريا نه شي رسولی. همدا چې امریکا وايي له سپټمبر وروسته به هم له حکومت ملاتړ کوي، دا ملاتړ د طالبانو پر وړاندې د حکومت ملاتړ دی. د دې تر څنګ، د ایران او هند په ګډون د سیمې او نړۍ ځینې نور هېوادونه هم شته چې د حکومت تر شا ودرېږي او د طالبانو پر ضد یې په جګړه کې مرسته وکړي. همدا واقعیت د طالبانو هم دی. د پاکستان په ګډون ځینې هېوادونه به د طالبانو ملاتړ وکړي، چې جګړه وغځوي او د حکومت د سقوط لپاره به پلانونه جوړ کړي، خو په دې کار کې بریا سخته ښکاري. له همدې امله د یو بل پر ضد د جګړې لپاره د نورو پر مرستو او ملاتړ تکیه نه ده پکار او دواړو اړخونو ته پکار ده چې په سوله کې د نورو هېوادونو مرسته وغواړي، نه په جګړه او وژنو کې. پر همدې بنسټ، دواړه اړخونه باید پر دې کار ونه کړي چې د جګړې لپاره څه کولی شي، بلکې پر دې فکر او کار وکړي چې د بین الافغاني تفاهم او سولې لپاره څه کولی شي.

تر سپټمبر پورې چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، نو د افغاني لورو مسوولیت هم زیاتېږي، ځکه چې بیا د پړې ګوته بهرنیانو ته نه، بلکې ښکېلو افغاني لورو ته نیول کېږي. ښايي ځینې بهرنیان همدا غواړي چې افغانان په خپلو منځو کې سره وجنګېږي او سوله ونه شي، څو دوی خپلو موخو ته ورسېږي، خو دا د افغاني لورو مسوولیت دی چې د دغو دسیسو مخه ونیسي. دوی باید درک کړي چې مسوولیت یې زیات شوی دی او دوی باید د جګړې د خاتمې او سولې لپاره پیاوړي ګامونه واخلي.

Previous Post

افغانستان کې تېر کال ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توت تولید شوي

Next Post

ریالمي ۱۰۸مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ریالمي ۱۰۸مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل معرفي کړ

ریالمي ۱۰۸مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

نوومبر 15, 2024
فرانسه هم غواړي فلسطين په رسميت وپېژني

فرانسه هم غواړي فلسطين په رسميت وپېژني

مې 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved