د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی. بلخوا هند بیا دمګړی د هغو هېوادونو په سر کې دی چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده. یوازې تېره ورځ په دغه هېواد کې ۲۳۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د هند حکومت په ټولو لویو ښارونو کې کرنټین وضع کړی او د واکسینو د وېش لړۍ یې هم چټکه کړې ده.
































