د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماس وېسټ هیله ښودلې چې سیمې ته د روان سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي. وېسټ نن پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي. وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې جګپوړي چارواکي یې پاکستان ته ځي څو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو په اړه چې د امریکا ویزو ته سترګې په لاره دي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.











