د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غوریان ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی. سرچینه وایي چې موټربم برید د ولسي پاڅونوالو او ځايي پولیسو پر ګډو پوستو شوی دی. په دې پېښه کې دوه پاڅونوال وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي. د هرات والي وحید قتالي هم دغه پېښه تایید کړې او وایي چې تر موټربم برید وروسته طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ وسله وال برید کړی دی چې له افغان ځواکونو سره یې نښتې څو ساعته دوام کړی دی. دده په خبره د مرستندویه ځواکونو په رسېدو سره طالبانو شاتګ کړی دی خو مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. په وروستیو کې طالبانو د هرات په ځینو ولسوالیو کې تحرکات پیل کړې دي او له افغان ځواکونو سره نښتې کوي چې وخت ناوخته یې له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.
































