د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له خوا په تېرې یوې میاشتې کې په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه خپور شوی رپوټ د ژورې اندېښنې او خواشینۍ وړ بللی او ترڅنګ یې د جګړې او تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کړی دی. کرزي یو ځل بیا په جګړه کې له ښکېلو افغاني لوریو غوښتنه کړې ده چې له روانې تپل شوې پردۍ جګړې لاس واخلي او د یو ازاد، خپلواک او امن افغانستان لپاره د بین الافغاني خبرو له لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
































