د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان او ډیپلوماټان له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې داسې طرحې پر جوړولو بوخت دي چې پر بنسټ یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته وکولی شي په سیمه کې خپل ځمکني او یو شمېر هوایي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتي. د ایرفورس مګزین راپور ورکړی دی چې جنرال کینټ مکنزي د سنا جرګې د نظامي خدمتونو کمیټې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې پراخ بنسټه برنامې د جوړولو په هڅه کې دي څو له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو د دفع کولو لپاره دغه هېواد ته نږدې یو شمېر سرتېري وساتي. نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه پورې یې د ځای په اړه پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا به له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هېواد له اسمانه څاري او ترهګرو ته به په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
































