په ولایت غور ولایت کې وسله والو څلور مسافر په ډزو وژلي دي. د غور والي عبدالظاهر فیض زاده رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ مازیګر مهال د کابل-غور پر لار په دولت یار ولسوالۍ کې څلور مسافر د وسله والو لوري له موټر راښکته شوي او په ډزو وژل شوي دي. دده په خبره په وژل شوو کې درې محصلین او یو ملکي حکومتي کارکوونکی و. هغه د پېښې پړه د وسله والو طالبانو پر اوږو اچوي خو دغه ډلې تر دې دمه پر یاده پېښه غبرګون نه دی ښودلی.
































