په کابل کې د بریتانیا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښایي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د بهرنیانو پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي. یاد سفارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دې هر څه ژر له افغانستان څخه ووځي. خبرپاڼه کې له بریتانوي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته دې له سفر څخه ډډه وکړي. دا خبرداری وروسته تر هغه دی چې طالبانو د ولسمشر بایډن له لوري تر سپټمبر میاشتې پورې د سرتېرو د وتلو غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې او د بدو عواقبو پړه به یې هم د همدوی پر غاړه وي.
































