تېر ماښام زابل ولایت کې د مارسډیز او ټېلر موټرو د ټکر له کبله ۱۴ تنو خپل ژوند بایللی دی. پېښه د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل ولایت مرکز کلات اړوند د جلدک سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د راپورونو له مخې، پېښه کې ۶ تنه نور ټپیان شوي چې اوس مهال د زابل ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د راپورونو له مخې، یاد کسان ټول د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي. ویل کیږي یاد کسان هلمند ولایت ته د مزدورۍ په موخه تللي وو چې د اختر د رخصتي لپاره بېرته د راتګ پر مهال یې زابل ولایت کې موټر ټکر کړی دی. د معلوماتو له مخې، په مړو کې ۱۲ تنه د پچیر اګام ولسوالۍ د لاندې صبر او دوه تنه نور یې د ضمرخېلو سیمې اوسېدونکي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي د زابل له والي سره یې د ټپیانو د ښه مراقبت په موخه خبرې کړې دي.
































