امريکايي ځواکونو د مې مياشتي پر لومړۍ نېټه د ځواکونو د ايستلو تر پيل دمخه له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو او وسايلو په ليږدولو او د خدماتو له ځايي شرکتونو سره د خپلو قراردادونو د ختمولو لړۍ پېل کړې ده. د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي اسوشيټېد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې پوځ يې له افغانستان څخه د وتلو تياری شروع کړی دی. نوموړي ویلي، امریکايي ځواکونه اوس نه یوازې د خپلو تجهیزاتو او نور سامانونو په بيرته ليږدولو پيل کړی، بلکې له ځايي قرارداديانو سره يې د خپلو تړونونو په لغوه کولو هم پېل کړی دی. تېرکال په فيبرورۍ مياشت کې امريکايي پوځ د خپلو کوچنيو اډو په تړلو پيل کړی وو. د روانې اپريل مياشتې په نيمایي کې د ولسمشر بايډن ادارې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې وباسي.
































