د امریکا ددفاع وزارت کانګریس ته د افغانستان په اړه په یوه استولي راپور کې ویلي، دوی القاعده شبکه کمزورې کړې ده خو ددغه شبکې ځینې غړي لا هم فعال دي او له طالب وسله والو سره اړیکه لري. پنټاګون کاږي چې دوی د طالبانو په همکارۍ کولی شي په افغانستان او سیمه کې امریکایي ګټو ته زیانونه جوړ کړي. امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د القاعده شبکې فعالیتونه یو ځل بیا په نړیواله کچه ګواښونه رامنځ ته کړي او د امریکا د متحدینو ګټې وګواښي.
































