د جو بایډن تر اعلان وروسته امریکايي حکومت په چټکۍ له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو تیاری پيل کړی دی. د تازه معلوماتو له مخې، امریکایي حکومت په منځني ختیځ او د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېروي، څو وکړی شي په امنه فضا کې د ناټو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي. دغه راز د امریکا لویې جنګي الوتکې به په سیمه کې فعالیت کوي او دوی به د سرتېرو د وتلو بهیر اسانوي. همدا راز ګڼو امریکايي چارواکو هم ویلي چې د سرتېرو د وتلو بهیر ته په چټکۍ تیاری روان دی.
وروسته تر هغې چې د امریکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، تازه امریکايي چارواکو د دغه بهیر د بشپړولو لپاره هڅې پیل کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی په منځني ختیځ او د افغانستان په شاوخوا سیمو کې ټول احتمالي ګواښونه څاري او د دغو ګواښونو د ختمولو لپاره سرتېري ډېروي. دغه سرتېري به په سیمه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر اسانه کوي او هڅه به یې دا وي چې وکړی شي په خوندي توګه بهرني ځواکونه خپلو مېنو ته ستانه شي.
پنټاګون ویلي چې دمګړی یې منځني ختيځ ته د شپږو الوتکو د لېږلو پرېکړه کړې ده. د پنټاګون ویاند جان کربي وایي چې دوه بي ۵۲ ډوله الوتکې به په افغانستان کې وضعیت څاري او د سرتېرو د وتلو امنیت به تامینوي. هغه وايي چې ټولټال شپږ الوتکې منځني ختیځ کې ځای پر ځای کېږي او دا پرېکړه پنټاګون هم منلې ده. د دې تر څنګ نورو امریکايي چارواکو او بهرنیو رسنیو ویلي چې له افغانستان د امریکايي پوځ د تجهیزاتو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. له دې ډلې مېلټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی. ورځپاڼه کاږي، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی، بلکې له سیمهییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي، څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.
بلخوا امریکایي چارواکو ویلي چې دوی د سرتېرو ایستل پیل کړي، خو د سرتېرو د ایستلو پر مهال او تر دې وروسته که اړتیا پېښېږي، دوی په افغانستان کې هوايي بریدونه کولی شي. ډیلي بېسټ خپرونې د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم د اړتیا په صورت کې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي. ډیلي بېسټ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مککنزي له خولې لیکلي چې امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا یې وه، نو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي. راپور کاږي، امریکا ویلي چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.
اسوشیټېډ پرېس بیا په یوه راپور کې ویلي وو چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس افغانستان ته راغلی و او دلته یې له افغان چارواکو سره پر مهمو استخباراتي مسایلو خبرې کړې دي. افغان امنیتي چارواکو هم په یوه خبري کنفرانس کې دغه سفر تایید کړی دی.
د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله افغان امنیتي چارواکو ویلي چې طالبانو د روژې له پيل سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا وویل چې طالبان پر سوله باوري نه دي او په خبره یې، دغه ډلې د سولې پر ځای د جګړو لار خپله کړې ده او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
































