د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی. نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. هغه همدا راز ټینګار کوي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه خورا سخته وه، خو بایډن ددې وړتیا لري چې سختې پرېکړې وکړي، له همدې امله هغه د سرتېرو د ایستلو په برخه کې ډاډمن دی او خپله دا پرېکړه به عملي کړي.











