د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي. سراج ویلي چې د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي. نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي. سراج زیاته کړې چې دوی د سولې غوښتونکي دي او که چېرته طالبان جګړه غواړي نو دوی هم د دې ډلې د شومو موخو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري. سراج دغه راز د اووه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل چې له افغان دولت سره بندي اووه زره طالب زندانیان به په هیڅ صورت خوشې نه شي.
































